روغتیا

د طاعون ناروغۍ څخه د مخنيوي په موخه ۲۳۰۰ حيوانات واکسين شول

-ګرديز باخترد زمري د میاشتې ۱۷ مه
د پکتيا ولايت په سيد کرم او شواک ولسواليو کې د هالينډ هېواد په تخنيکي مرسته او د خوړو او کرنیز سازمان په مالي مرسته ۲۳۰۰ اوزې او پسونو ته د طاعون ناروغۍ څخه د مخنيوي په موخه واکسين تطبیق شول.
دوو تنو مالدارانو هریو شیرخان او لعل خان د دغې پروسې څخه بشپړ رضایت څرګند کړ او د ورته  پروګرامونو ددوام غوښتنه يې وکړه.
دپکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رېیس انجنیر ولید احمد تسل وویل، چې دواکسینون دغه پروسه به د ګردیز ښار ترڅنګ  په ۱۳ ولسوالیو کې ترسره شي چې شاوخوا يو سلو پنځه پنځوس زره واړه څاروي به په کې واکسین شي.
دیادونې وړ ده چې له دې دوه میاشتې وړاندې هم دطاعون ناروغۍ پروړاندې ۸۰۱۲۰ څاروي ته واکسین تطبيق شوي وو،چې پایله يي ډیره مثبته وه.پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته