سیاست

دجمهور رييس حکم

_  کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٥  :
دهرات ولايت دعمومي حالت دڅيړنې   په لاره کې  دهيئت دموظف کولو په باب دافغانستان داسلامي  جمهوريت  دجمهوررييس محمداشرف غني حکم :
دهرات ولايت  دروانو حالاتو دهر اړخيزې څيړنې ، دسيمه ييزو مسوولينو ،. دخلکو داستازو  ، قومي مخورو ، درنو عالمانو ، دمدني ټولنې او  دهرات ولايت د مخورو  دنظريو دترلاسه کولو  په مقصد د پوهنيار حميدالله فاروقي په مشرۍ  او په ولسي جرګه کې  دهرات ولايت داستازې  نجلا يوسفي دهقان نژاد ، په ولسي جرګه کې دهرات ولايت داستازې رحيمې جامي ، په ولسي جرګه  کې دهرات ولايت داستازي  غلام فاروق نظري ، په ولسي جرګه کې دهرات ولايت داستازي احمدفرهاد مجيدي ، په ولسي جرګه  کې دهرات ولايت داستازي  انجينر منورشاه بهادري ،  په ولسي جرګه کې دهرات ولايت داستازي  محمدرضا  خوشک وطندوست ،.  په ولسي جرګه کې دهرات ولايت داستازي خليل احمد شهيدزاده ،  دکورنيو چارو وزارت داستازي جنرال عصمت الله عليزي ، دملي دفاع وزارت دپلان اوپاليسۍ درييس  تورنجنرال  جان خان ، دملي امنيت دلوى رياست داستازي حبيب خان ، دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې داستازي عبدالغياث وردګ او ددين دعالم اودقومي مخور مولوي صاحب غورياني  په غړيتوب  يو هيئت منظوروم  :
هيئت موظف دى  چې دهرات ولايت دعمومي  حالاتو دڅرنګوالي   له هراړخيزې  ، دقيقې او واقعيبينانه څيړنې وروسته  دسيمه ييزې ادارې داجرااتو  په ګډون ،  دخلکو امنيتي مسئلې او د ژوندانه حالت په هر اړخيزه توګه وڅيړي او ديوې اوونۍ په  دننه کې دې خپل رپوټ دافغانستان داسلامي  جمهوريت  دجمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي.
دهرات ولايت   او ددغه ولايت امنيتي  بنسټونه دې دهيئت امنيت  په هر اړخيزه توګه تامين کړي او داړوندو دندو په اجرا کولو کې دې دوى ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي .
دجمهوري  رياست دچارو د ادارې  لوى رياست دې دملکي هوايي چلند دترانسپورت له لارې دهيئت  او دهيئت  ددولسو تنو همکارانو  او دستيارانو  دليږدونې په برخه کې اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته