اقتصاد

د ۱۳۹۶ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتوکې را ټول شوي ملي عواید د تېر مالي کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله ۹.۷ ٪ لوړ شوي دي

کابل_باختر د وږي د مياشتې٥مه
د ۱۳۹۵ مالي کال لومړیو شپږو میاشتو او ۱۳۹۶ مالي کال لومړیو شپږو میاشتو د ملي عوایدو را ټولېدو د پرتلې په تړاو نن رسنیز کنفرانس د مالیې وزارت په خیبرهال کې جوړ شو.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کنفرانس کې د مالیې وزارت عوایدو او ګمرکونو مرستیال، د مالیې وزارت ویاند، د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس، د دې وزارت یو شمېر کارکوونکو او رسنیو ګډون کړی و.
د مالیې وزارت ویاند، د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس اجمل حمید عبدالرحیمزي د دې کنفرانس په پرانیستې وینا کې وویل: د مالیې وزارت د رهبرۍ له لارښوونې سره سم په تېرو دوو کلونو کې مو د اطلاع رسونې پروسه په مرکز او ولایتونو کې پیل کړه.
ده زیاته کړه، سره له دې چې په دې برخه کې لاسته راوړنې لرو، بسنه نه پرې کوو، بلکې پرېکړه مو کړې چې په دې ډول کنفرانسونو سره د مالیې وزارت لاسته راوړنې او فعالیتونه په ریښتینې توګه خلکو ته ورسوو.
د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ډاکټر نجیب الله وردګ وویل: " د نن ورځې له کنفرانس څخه موخه د ۱۳۹۶ مالي کال لومړیو شپږو میاشتو په ملي عوایدو کې لاسته راوړنې دي، د ملي عوایدو را ټولولو ته ۱۵۳ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی، د ۱۳۹۵ مالي کال په پرتله چې ۱۳۲ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی وو، ۱۵٪ زياتوالى ښیي.
ده زیاته کړه، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۷۶.۵ میلیارده افغانۍ را ټولې شوې دي، چې د تېر کال ۶۹.۷ میلیارده افغانیو عوایدو را ټولېدو په پرتله ۹.۷٪ زياتوالی ښیي.
د ملي عوایدو د راټولېدو زياتوالی، په عایداتي سرچینوکې د هر اړخیزه اصلاحاتو پلي کول، د برېښنایي سیستمونو نصبول، د پروسو ساده کول او د وړتیا، تجربې او تخصص له مخې ګمارل د یادونې وړ دي.
په پای کې د رسنیو پوښتنو ته هر اړخیز ځوابونه هم وویل شول.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته