ټولنه

په ميدان وردګوکې له يو شمېر کوچي کورنيو سره مرسته وشوه

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٢
په ميدان وردګو ولايت کې له پنځلسو زيانمنو شويوکوچي کورنيو سره مرسته وشوه .
دغه کورنۍ د دغه ولايت په ځينو سيموکې د وروستيو طبيعي پيښو په بهيرکې زيانمنې شوې دي .
د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې دوره کې له دغو کورنيو سره د خوراکي توکو او د لګښتي مالونو مرسته وشوه.
دغه مرستې له پيښو سره د مبارزې د تيارى ادارې له خوا برابرې شوې دي.
د ميدان وردګو والي حيات الله حيات د دغو مرستو د ويشلو په مراسمو کې وويل: په نږدې راتلوونکې کې به له نورو مصيبت ځپلو سره چې تر اوسه يې مرستې نه دي ترلاسه کړې؛ مرسته وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته