امنیت

په هرات کې يوې پوليسې پر دوو تنو ډزې وکړې .

کابل باختر دکب  ديارلسمه :
يوې پوليسې ميرمنې  په هرات ولايت کې  په دوو نارينه و ډزې وکړې .
په دې پيښه کې چې پرون  ناوخته رامنځته شوه  يو نارينه  ټپى شوى دى .
  دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ يو مقام باختراژانس ته وويل  چې دغو دوو تنو  دغه پوليسه  تعقيبوله او له همدې امله  هغې په دوى ډزې کړې دي .
دغې پوليسې  دهرات  په ځانګړې قطعه کې  دنده ترسره کوي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته