سیاست

جمهور رييس غني د ماين پاکولو د موسسوله مسوولينوسره وکتل

کابل باختر دوري  دمياشتې ١١ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني نن د ماين پاکولو د موسسو له کورنيو او بهرنيو مسوولينو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه او په  هغې کې د (اى تې سي، اومر، ام ډي سي، ام سي پي اې او د دافا) د ماين پاکولو د موسسو مسوولينو او دغه راز په کابل کې د ملګروملتو د سازمان  د ماين پاکولو د پروګرام مسوول برخه لرله؛ د دغو موسسو دفعاليتونو داغيزمنتوب او دماين پاکولو د افغاني موسسو د ظرفيت د لوړولو  د پروګرامونو په باب خبرې وشوې .
دغه راز د ملي ظرفيتونو د لوړولو د څرنګوالي، اغيزمنتوب او همغږۍ او د ماين پاکولو په موسسوکې له افغان پرسونل اوکارکوونکو څخه دزياتې استفادې په باب  خبرې وشوې.
د ماين پاکولو د موسسو افغاني مسوولينو د خپلې اړتيا وړ بودجې او منابعو د کمښت په باب خبرې وکړې او د خپلو ستونزو د څيړنې په لاره کې يې د دولت د همکارۍ غوښتنه وکړه .
جمهور رييس د ماين پاکولو د موسسو نړيوالو مسوولينو ته په خطاب کې وويل: زه له تاسو څخه د کار د څرنګوالي، د پروګرامونو د تطبيق او د هغو د تطبيق د وخت په باب وضاحت غواړم.
ده زياته کړه: هرڅه بايد څرګند وي او ابهام پکې شتون ونلري او موږ بايد په دغو موسسوکې د افغانانو د ظرفيت د ودې په برخه کې له خبروڅخه عمل ته لاړ شو .
جمهور رييس غني د ماين پاکولو د موسسوله مسوولينوڅخه وغوښتل چې ددندو په ويش سره دې يو څرګند پروګرام برابر کړي چې دهغه له مخې په دغو موسسوکې د افغانانوله ظرفيت څخه استفاده زياته شي او په بهرنيوکارکوونکو د ډډې  لګولو کچه کمښت ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته