امنیت

دملي امنيت منسوبينو درې ويشت تنه ډار اچوونکي ونيول .

کابل باختر  دغبرګولي دويمه :
دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو درې ويشت تنه ډار اچوونکي نيولي دي .
دغه ډار اچوونکي دځانمرګو بريدونو او دماينونو دښخولو په تور  دننګرهار ولايت دبهسودو ، خوږياڼيو ، سره رود ، غني خيلو او د مومند درې دولسواليو او ددغه ولايت دمرکز جلال اباد ښار په مربوطاتو کې نيول شوي دي .
دباختراژانس دخبر له مخې، دملي امنيت دلوى رياست په هغې خبرپاڼه کې چې په دې اړوند خپره شوې ده ويل شوي دي چې په نيول شويو کسانو کې  ځانمرګي يرغلګر عبدالباري   چې داحمد شاه په مستعار نامه شهرت لري او دجلال اباد ښار په يوه ګن ميشته سيمه کې يې دځانمرګي بريد نيت درلود شامل دى . 
له دغه ځانمرګي يرغلګر څخه ځانمرګي واسکت هم ترلاسه شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته