روغتیا

د ميدان وردګو له ولايتي روغتون سره د درملو مرسته وشوه

ميدان ښار باخترد زمري د میاشتې ۴مه
د اسيا نور او حيات د کورنيو درملو جوړونکو شرکتونو د درې سوه زره افغانيو په ارزښت د میدان ورګوله ولايتي روغتون سره د پنځه دېرشو بېلابېلو قلمونو مرسته وکړه.
د اسیا نور شرکت رېیس ضیا الدین مایار وردګ باختر اژانس ته  وویل چې د کور دننه پانګې اچونې څخه يې موخه د هېواد پرمختګ ا ود هېواوالو چوپړ دي.
د میدان وردګو والي انجنیر ځنډي ګل زماني د اسیا نور او حیات د درملو شرکتونو له مرستې څخه مننه وکړه اوزیاته کړه چې دغه درمل به په هغو روغتیایي مرکزنو وویشل شي کوم چې د درملو له کمښت سره مخامخ وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته