امنیت

دغور ولايت په پسابند ولسوالۍ کې امنيتي پوستې دوسله والو طالبانو له منګولو څخه خلاصې شوې

کابل باختر دزمري د مياشتې ٣٠ :
دغور ولايت  دپسابند ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دملي اردو د کوماندو دځواکونو دعملياتوپه بهيرکې  څو امنيتي پوستې دطالبانو له منګولو څخه آزادې شوې دي.
دهېوا د په لويديځ کې دملي  اردو دکوماندو وياند مهدي قادري دباخترآژانس خبريال ته وويل   چې څه موده مخکې هغه امنيتي پوستې  چې دتکتيکي دپه شاتګ په دليل دياغيانو لاس ته ورغلې وې ، تيره شپه  دکوماندو او دخاصو عملياتو دنهم کنډک دپرسونل دعملياتو له امله له ياغيانو څخه بيرته ونيولې شوې.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه عمليات تراوسه پورې دپسابند ولسوالۍ په  زياترو سيمو کې دوام لري.
يوه اړونده خبرځاى وويل ؛  چې همدا اوس  افغان پوځيان ددغې ولسوالۍ  په امنيتي پوستو کې ځاى پرځاى دي.
ويل کيږي چې دکوماندو دځواکونوپه عملياتو کې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان  اوښتى  دى او دشلو تنو وژل شويو طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
دغه راز په دغو عملياتو کې وسله وال ياغيان سخت ځپل شوي دي او امنيتي  او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
خبرځاى  ټينګار کوي چې دامنيتي ځواکونو پرمختګ دوام لري   چې  ګاونډي
کلي هم دوسله والو ياغيانوله شتون څخه پاک شي .
دا په داسې حال کې ده چې پرون دغور ولايت سيمه ييزو مقاماتو ويلي و چې دوسله والو طالبانو ډلې  ددغه ولايت دپسابند ولسوالۍ  مواصلاتي لارې له مياشتو مياشتو راپه دې  خوا تړلې دي او اوس ددغې ولسوالۍ اوسيدونکي    دخوراکي توکو له  کمښت سره مخامخ شوي دي .،
دغور دولايتي شورا غړي عبدالحميد ناطقي ويلي  و چې همدا اوس دپسابند ولسوالۍ مواصلاتي لاره تړلې ده  او دهېواد دامنيتي ځواکونو اکمالات دهوا له لارې ترسره کيږي .
دغور ولايت دپسابند ولسوالۍ دهلمندولايت له باغران سيمې سره ګډه پوله لري  او تل طالبان له دغې لارې دغه ولايت ته ننوونځي او په ورانکارو بريدونو لاس پورې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته