کابل، د لېندۍ ۸ مه، باختر
د کونړ سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د څلورو لویو درو د فرعي سړکونو د جوړولو چارو د پيل خبر ورکړی دی.
د کونړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه باختر آژآنس ته ویلي چې د دغه ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې د ۴ لویو درو د فرعي سړکونو د جوړولو چارې پيل او ډېر ژر به بشپړې شي.
ورته مهال د غازي اباد ولسوال قاري ضیاالرحمن له ولایتي ادارې وغوښتل چې د سړکونو د رغولو، د اوبو رسولو شبکو د جوړولو، د مخابراتو، روغتیا، ښوونې او روزنې په برخو کې ورسره همکاري وکړي.