امنیت

طالبان : له رسنيو سره دپوځي موخو په شان چلند کېږي

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه :
طالبانو ټولو رسنيو ته خبردارى ورکړى دى چې ددغې ډلې پرخلاف له تبليغ څخه لاس واخلي، که نه دپوځي موخو په شان به پرې بريد وشي.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ طالبانو نن ديوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي  که چېرې رسنۍ ددغې ډلې پرخلاف  دسوداګريزو اعلانونو خپرول ونه ځنډوي له هغوى سره دپوځي موخو په شان  چلند کېږي .
طالبانو په دغه  اعلاميه کې هغو سوداګريزو اعلانونو ته اشاره کړې ده چې ګن شمېر رسنيو ( چاپي  ، تصويري  او اوريدونکي  ) هغه خپروي چې په هغو کې  دطالبانو دډلې د ماهيت او موخو او دډاراچوونکو پېښو په وړاندې دخلکو دغبرګونونو په باب ، مطالب منعکس شوي دي .
په اعلاميه کې يادونه شوې ده ( يوشمېررسنۍ  داسې سوداګريز اعلانونه چاپ او خپروي چې په هغو کې جګړه مارانو او ددغې ډلې جهادته بد او رد ويل کېږي) .
دطالبانو په نظر هغه رسنۍ چې دغه شان اعلانونه خپروي  په استخباراتي سازمانونو پورې تړاو لري  او دغه  رسنۍ په هېواد کې  د روان جهاد مخه نيسي او نيغ په نيغه ددښمن لپاره  جاسوسي کوي.
دطالبانو پوځي کميسيون ګواښ کړى دى 🙁 که چېرې ديوې اوونۍ په دننه کې ټولې سيمه ييزې راډيو ګانې ،( اف ام ا و غيراف  ام) ټلويزيونونه  او نورې رسنۍ له  خپل دغه شان عمل څخه لاس وانخلي طالبان دغه رسنۍ درسنيو په توګه نه ، بلکې ددښمن داستخباراتي ځالو په توګه پېژني اوددغې ډلې دافرادو له خوابه مرکز او ولايتونو کې  او دپوځي موخو په توګه بريد وشي او ددغو رسنيوهيڅ خبريال او کارکوونکى به  خونديتوب ونلري.
دغه اعلاميه په داسې حال کې خپرېږي چې طالبان په رسنيو او دهغو په کارکوونکو  په بريد کې ، ترخه سابقه لري.
طالبانو درې کاله مخکې  د کندز ښار له نيولو وروسته ديک او طلوع ټلويزيونونه دطالباني ضد خبرونو دخپرولو په دليل پوځي  موخې اعلام کړې  او وروسته هم  په دارلامان واټ کې دموبي  ګروپ دکارکوونکو دسپرلۍ په موټر بريد وکړ او دطلوع ټلويزيوين او دکابورا پرودکشن څو کارکوونکي يې ووژل .
دغه راز طالبانو په کابل او نورو ښارونو کې په څو ډار اچوونکو بريدونو کې هغه  خبريالان چې دتروريستي پيښو دپوښښ لپاره يې  هڅې کولې ، ووژل . دغې ډلې په وار وار هلې ځلې کړې دي  چې درسنيو غږ غلى کړي  اويا هغوى دې ته اړ باسې  چې ددغې ډلې په ګټه تبليغ وکړي.
افغانستان دخبريالانو لپاره د ډير خطرناک هېواد په توګه يادېږي او کال په کال  يو زيات شمېر خبريالان او رسانه يي کارکوونکي په دغه هېواد کې په بېلابېلو جنايي او تروريستي پيښو کې وژل کېږي .
پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته