سیاست

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او په افغانستان کې د بریتانیا سفیرې په تيليفون خبرې وکړې

کابل / د چنګاښ ۱۴ مه/ باختر
د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د بریتانیا له سفیرې
الیسون بلیک سره په ټیلیفون خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت معلوماتو له مخې؛ په پیل کې، دواړو لوریو د کویید ۱۹ ناروغۍ نړیوالې تجربې په اړه خپل نظریات شریک کړل او په افغانستان او انګلستان کې  یې د دې ناروغۍ د ناوړو اغیزو په هکله خبرې وکړې.
د بحث اصلي موضوع د افغانستان د سولې بهیر و.؟دواړو لوریو د سولې په بهیر کې وروستيو بدلونونو او پرمختګونو په هکله په خاصه توګه د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندیښنې، د تاوتریخوالي پر کمولو د څارنې لپاره اړین میکانیزمونه، د افغان دولت او طالبانو لخوا د بندیانو خوشې کولو او د بین الافغاني خبرو د پیل پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې.
اتمر او سفیرې بلیک همدارنګه د سیمه ییزې او نړیوالې ټولنې ګ‌‌‌‌‌‌ډو هڅو پر اهمیت او د افغانستان د سولې په بهیر کې د اجماع پر راوستلو  هم خبرې وکړې.
په پای کې، د بریتانیا سفیرې یو ځل بیا د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې بهیر لپاره د بریتانیا د دولت پر ملاتړ ټینګار وکړ.

##
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته