سیاست

جمهور رئیس غني څارنوالانو ته په خطاب کې: تاسې د عدالت ممثلین یاست

کابل_باختر د لړم د مياشتې٢٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د افغانستان د څارنوالانو د پنځم سراسري کنفرانس د اختتامیې مراسمو کې څارنوالانو ته په خطاب کې وویل: تاسې د عدالت ممثلین یاست.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسموکې چې د جمهوري ریاست په سلام خانه ماڼۍ کې پرځاى شول، د هېواد جمهوررئیس د هېواد د عدلي او قضایي ارګانونو له رهبرۍ څخه په مننې وویل، په کمه موده کې توانيدلي یاست چې د باور بنیادي فضا رامنځته کړئ.
هغه د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو او د امنیتي او دفاعي سکتور د ټولو شهیدانو روح ته دعا وکړه او پر وخت د هغوی کورنیو ته په رسیدګۍ یې ټینګار وکړ.
د هېواد جمهوررئیس له لوی څارنوال او د هېواد له ټولو څارنوالانو څخه د عدالت د ټینګښت، آزادۍ او د قانون د حاکمیت په برخوکې د هغوی د هڅو مننه وکړه ويې ویل، فساد اسانه او عدالت سخت دی، هیله من یم ستاسې په هڅوعدالت اسان او فساد سخت شي.
جمهوررئیس غني وویل: زه د عدلي او قضايي ارګانونو په چارو کې مداخله نه کوم او هیچاته هم د مداخلې اجازه نه ورکوم، د غېر مسوولو وسله والو فعالیتونه د منلو نه دي، ګواښ ته به په ګواښ سره ځواب ووایوو.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، دا لید لوری چې هرڅوک ډېره وسله لري، زیات قوت لري باید له منځه ولاړ شي او قانون د هېواد په ټولو اتباعو په مساوي ډول تطبیق شي.
جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، اوس هم د سراسري عدالت د ټینګښت په برخه کې ستونزې شته او دې مرحلې ته د رسېدو په موخه لا ډېرو فرصتونو ته اړتیا ده.
هغه ټینګار وکړ: زموږ اساسي هدف دا دی چې په افغانستان کې مساوات او سراسري عدالت ټینګ کړو.
جمهوررئیس زیاته کړه، د عدالت ټینګښت د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قرباني هومره د اهمیت وړ دی، ځکه هغوی په خپلو وینو او تاسې د خپل قلم په وسیله عدالت تامینوئ.
جمهوررئیس غني دېته په اشارې چې خلک د هراړخیز عدالت غوښتونکي دي؛ زیاته کړه، دا عدالت ستاسې په پاکو لاسونو ټینګېدای شي او عدالت زموږ په دین او ملي فرهنګ کې رېښه لري. هغه زیاته کړه: سوله او ثبات د عدالت او د قانون حاکمیت له لارې تامینېدای شي.
جمهوررئیس دغه راز وویل، خلک له بې قانونۍ څخه تنګ شوي او په عدلي او قضايي دستګاه کې د رامنځته شویو اصلاحاتو له امله خلک د دغو ارګانونو هراړخیز ملاتړ ته چمتو دي.
هغه زیاته کړه، تر دې وړاندې د ولسوالیو په کچه پانګونه نا انډوله وه او باید انډول رامنځته شي، ترڅو د لرې پرتو سیمو خلک هم لکه د ښارونو په مرکزونوکې له لازمو امکاناتو او اسانتیاوو څخه برخمن شي.
جمهوررئیس د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ولسوالیو په کچه دې ملي پالیسي ترتیب کړي، ترڅو له حکومت سره د خلکو اړیکي ښې شي.   
جمهوررئیس محمداشرف غني ټینګار وکړ، زموږ اساسي موخه د ثبات ټینګښت دی او موږ د تپل شوي جنګ پر وړاندې قرار لرو چې باید له خپل ځانه دفاع وکړو، راتلونکی کال به زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي ته شي.
جمهوررئیس غني وویل، د ثبات یو معیار دا دی چې بې وزله خلک د زور له سلطې څخه بهر شي او له عدلي قضايي ارګانونو او حکومتي بنسټونو څخه د خلکو رضایت به په ځانګړي ډول په لرې پرتو ولسوالیوکې د ثبات د ټینګښت لامل شي.
هغه د لوی څارنوالۍ په اداره کې د تشکیلاتو د کموالي په اړه وویل: دا د دې بنسټ له صلاحیتونو څخه دی او حکومت چمتو دی د یادې ادارې په وړاندیز لازم امکانات او اسانتیاوې برابرې کړي.
د هېواد جمهوررئیس د افغانستان د څارنوالانو پنځم سراسري کنفرانس له ګډونوالو څخه د برخې اخیستنې له امله مننه وکړه، ويې ویل، د دغو بحثونو پر پایلو او د ستونزو طبقه بندۍ او اقداماتو په اړه ستاسو په تحلیلونو به د قانون د حاکمیت عالي شورارپه غونډه کې بحث وشي.
په دغو مراسمو کې د هېواد لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د افغانستان د څارنوالانو د پنځم سراسري کنفرانس د جوړېدو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او له جمهوررئیس څخه یې د عدلي او قضايي ارګانونو له اجرااتو د ملاتړ له امله قدرداني وکړه. نوموړي په ځانګړي ډول په ولسوالیو کې د څارنوالانو د وظیفوي او ځاني مصئونیت په اړه وړاندېزونه مطرح کړل.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک هم د ولسوالیو په کچه د پولیسو او څارنوالانو د همکارۍ په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د لوی څارنوالۍ او اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ به د قانون حاکمیت او څارنوالانو د خوندېتوب په برخو کې کار وکړي.
دغه راز د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رئیس عبدالمتین بیګ د ولسوالیو په کچه د ولسوالانو او څارنوالانو د همکارۍ او همغږۍ په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د لوی څارنوالۍ او اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ به کار وکړي.#
پاى_ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته