سیاست

د ۲۰۳ تندر قول اردو سرتېرو، بریدملانو او افسرانو جمهور رئیس ته د سولې پروسې او ټاکنو د امنیت د تامین ډاډ ورکړ

کابل باختر د وري د مياشتې ١٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت  جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني پرون په ۲۰۳ تندرقول اردو کې د دغې قول اردو سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره  په  جلا جلا غونډو کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ۲۰۳ تندر قول اردو سرتېري قاري عبدالرشید، محمدهارون او جنرال محمد اسرار اطلس د ۲۰۳ تندر قول اردو سرتېرو، بریدملانو او افسرانو په استازیتوب د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د جمهور رئس له ځانګړې پاملرنې او همېشني ملاتړ مننه وکړه.
هغوی همدارنګه د ترفیعاتو، تحصیلي بورسونو، د سرتېرو د لا ښه تمویل، تجهیز او د هوایي ځواکونو د پیاوړتیا په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړل او جمهور رئیس ته یې د سولې پروسې او ټاکنو د امنیت د تامین ډاډ ورکړ.
همدارنګه هغوی څرګنده کړه، ویاړي چې د جمهور رئیس تر قیادت او رهبرۍ لاندې د هېواد د فاع او د خپلو هېوادوالو د ساتنې سپېڅلې دنده په صداقت او زړورتیا ترسره کوي او په ټینګار سره یې وویل، په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته تیار دي.
جمهور رئیس غني د ۲۰۳ تندر قول اردو د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د معلوماتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د دوی د قربانیو او هلو ځلو له امله له یادو منسوبینو او د دوی  له کورنیو څخه له دې امله مننه وکړه چې په ټول صداقت او جرئت د هېواد د دفاع برحقه مبارزه کوي.
جمهور رئیس د هېواد دغو اتلو او زړورو بچیانو ته په خطاب کې وویل، تاریخ او راتلونکي نسلونه به پر تاسو وویاړي، ځکه ستاسو د مبارزو، مېړانې او سرښندنو له برکته افغانستان په ملي او بین المللي کچه ښې لاسته راوړنې لري.
ورپسې جمهور رئیس د ۲۰۳ تندر قول اردو د غونډو په تالار کې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په حضور کې د  پکتیا ولایت ملکي او امنیتي مسوولینو او د دغې قول اردو منسوبینو سره په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په پیل کې د ملي دفاع وزیر ډګرجنرال ارکانحرب طارق شاه بهرامي د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د جمهور رئیس د پاملرنې قدرداني اود افغانستان د اتلو او زړورو ځواکونو د اتلولیو، مبارزو او سرښندنو مننه وکړه.
هغه وویل، د هغو سیمو د امنیت د تامین او تصفیوي عملیاتو لپاره چې له تهدید سره مخ دي جدي تدابیر نیول شوي او جمهور رئیس ته یې ډاډ ورکړ چې په ټول اخلاص او قوت سره به په دې برخه کې اقدامات وکړي. بهرامي همدارنګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ د لا ډېرې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.
جمهور رئیس غني د غونډې ګډونوالو ته د وینا پرمهال د هېواد د دفاع په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د منسوبینو او مسوولینو د قربانیو او زحمتونو مننه وکړه او هغوی ته په خطاب کې یې وویل، ستاسو په نبض کې د هېواد ثبات او امنیت نغښتی.
د هېواد جمهور رئیس د ۲۰۳ تندر قول اردو له سرتېرو، بریدملانو او افسرانو څخه له دې امله مننه وکړه چې له ده سره په جلا کتنو کې یې شخصي نه، بلکې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز او د هوایي ځواکونو د لا پیاوړتیا غوښتنې وکړې.
محمد اشرف غني د ملي دفاع وزیر ته لارښوونه وکړه، چې د ترفیعاتو، رخصتیو او معاشونو په برخه کې سرتېرو ستونزې حل او اسانتیاوې رامنځته شي. هغه زیاته کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ همکاري او همغږي وجود لري، خو دا باید لا ډېره  او ښه  شي.
جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینوته په خطاب کې وویل، د افغانستان خلک تر بل هر وخت د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او دا ملاتړ او اعتماد تاسو په خپلو سرښندنو او هلو ځلو ګټلی دی چې له برکته به یې هم سوله او هم پرمختګ راشي.
د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان څرګنده کړه، د افغانستان خلک له څلوېښتو کالو راهیسې سخت دردېدلي او ستاسو د سرښندنو او مبارزې له برکته به د افغانساتان څلوېښت کلن ناورین پای ته ورسېږي. هغه زیاته کړه، ورځ تر بلې پر تاسو د ولس مینه او باور لا زیاتېږي.
ورپسې د ۲۰۳تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال شعور ګل جمهور رئیس ته د هرکلي ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د سولې پروسې، ټاکنو، لویو لارو او د ولسوالیو د ښه امنیت د تامین او ملي پاڅونونو د ملاتړ په برخه کې به خپلې هڅې درېغ نه کړي.
هغه د جمهور رئیس غني د پراخ ملاتړ او پاملرنې مننه وکړه او د ټولو په استازیتوب یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان د دښمنانو د ځپلو او د امنیت د تامین او د هېواد د فاع په برخه کې به خپلې هڅې درېغ نه کړي.
ورپسې د ۳۰۳ سپین غر زون د پولیسو قومندان جنرال ګل محمد راسخ له جمهور رئیس څخه له دې امله مننه وکړه چې تل یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه کړې او جمهور رئیس ته یې ډاډ ورکړ چې د قانون د تطبیق په برخه کې به بې درېغه هلې ځلې وکړي. هغه زیاته کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ همغږي او همکاري زیاته شوې.
ده څرګنده کړه، د هوایي ځواکونو ملاتړ او پیاوړتیا اړينه اړتيا ده ، کشفي ارګانونه دې پیاوړي او د هغوی امکانات دې زیات شي، او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان دښمنان به په هرځای کې پیدا او نابود او د قانون حاکمیت به ټینګ کړي. پاى _ سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته