امنیت

په هرات کې دطالبانو له منګولو څخه دلسو تنو ملکي وګړو ژغورنه .

کابل باختر د کب  دولسمه :
لس تنه ملکي وګړي دهرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو له  بند څخه ازاد شول .
دغه کسان دادرسکن ولسوالۍ اصلي  اوسيدونکي دي څه موده مخکې دوسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو چې دعزم دعملياتو په بهير کې  ازاد کړى شول.
داپه داسې حال کې ده چې په ادرسکن  ولسوالۍ کې دعزم عمليات دياغيانو له شتون څخه داوولسو کليو په پاکولو سره پاى ته ورسيدل .
دغه عمليات دملي اردو ، ملي پوليسو ، ملي امنيت ، دعامه نظم دپوليسو  او دځانګړو قطعاتو په ګډون دامنيتي ځواکونو په  ګډو هڅو سره پيل شوي وو چې په هغو کې د موسي خيلو ، سلطان زو او ظلم اباد په ګډون اوولس کلي دوسله والو طالبانو له شتون  څخه پاک شول .
په دغو عملياتو کې يووسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
  په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دعزم په عملياتو کې دطالبانو يوه اندازه تجهيزات هم ويجاړ شوي دي
ديوبل خبر له مخې: دشينډنډ ولسوالۍ په عزيز اباد کلي کي ديوه تروريستي بريد مخه ونيول شوه .
يو زرنج  موټر سايکل چې يوه زياته اندازه مهمات پکې بار شوي وو دظفر قول اردو دلومړي لوا دکشفي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شول .
ويل کيږي چې دغه  توکي دتروريستي بريد دترسره کولو په موخه تدارک شوي وچې دخلکوپه همکارۍ  کشف شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته