کابل باختر د وږي يو ديرشمه :
دکابل پوليسو ديوه تروريستي بريد طرحه کوونکي ونيوه .
دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي دباختراژانس خبريال ته وويل: محمد اکبر چې دملا منصور په مستعار نامه يې فعاليت درلود دکابل ښار دپنځمې ناحيې په مربوطاتو کې ونيول شو .
ملا منصور په ميدان وردګو کې دطالبانو دقوماندان مولوي عبدالله داعتماد وړ يو شخص دى .
ده په نيکرغه کوچني اختر کې په چاويدونکو توکو بار يو موټر دميدان وردګو ولايت له سيد اباد څخه کابل ته ليږدولى و چې له هغه څخه په يوه ځانمرګي بريد کې استفاده وکړي خو دغه موټر دپوليسو دځواکونولاس ته ورغى او ديوه ځانمرګي بريد مخه ونيول شوه .
نيول شوى سړى اعتراف کړى دى چې مولوي سيد الله ده ته په مياشت کې پنځه ويشت زره پاکستاني کلدارې ورکولې .
1 1 دقیقه لوستل