امنیت

وسله والو طالبانو درې تنه په ډزو سره ووژل

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٦
وسله والو طالبانو تيره شپه درې تنه په هرات ولايت کې په ډزو سره ووژل .
دغو جنايتکارانو يو تنکى ځوان د پيسو دترلاسه کولو لپاره تښتولې و او کله چې انسان تښتوونکو غوښتل هغه ووژني؛ د وسله والو طالبانو له خوا پرې ډزې وشوې او وژل شو.
دهرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ يوه سيمه ييز مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دوسله والو طالبانو له خوا وژل شويو انسان تښتوونکو يو تنکى ځوان د پيسو د ترلاسه کولو لپاره تښتولى و.
ده وويل: مخکې له دې چې انسان تښتوونکي دغه تنکى ځوان ووژني؛ د طالبانو له خوا په دوى باندې ډزې وشوې او ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته