اقتصاد

بهر ته د کونځلو صادرات پيل شول

کابل /د لېندۍ ٢٦مه/باختر
په جوزجان کې هره ورځ څه د پاسه اوه سوه زره کيلوګرامه کونځلې بهرته د صادرولو لپاره پري مينځل اوانډي کيږي.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په جوزجان کې د يوخصوصي شرکت مسوولين وايي کونځلې له پېرېدلو وروسته پاکوي او پري مينځي یې وروسته له هغې یې بهر ته د صادرولو لپاره انډي کوي.
د هغوى د څرګندونوله مخې؛ دغه شرکت په مډرنو ماشين الاتو سمبال دى او په ٢٤ ساعتونو کې له ٣٠کارګرانوسره د نږدې ٧٢٠٠کيلوګرامو کونځلو د مينځلو اوانډي کولو وړتيالري.
په جوزجان کې د حاجي صفر مراد لمیتد د شرکت مدير ذکر الله وايي کونځلې د دغه ولايت له بزګرانو پيري او له پاکولو اومينځلو وروسته يې انډي کوي
هغه وويل دغه شرکت هره ورځ دوه ټنه کونځلې مينځي او انډي کوي یې.
هغه زياتوي کنځلې له پاکولواوانډي کولو وروسته ترکيې ته صادريږي.
د دې ترڅنګ چې د شبرغان په ښارکې دوه شرکتونه د کونځلو پاکولو او انډي کولو په برخه کې فعاليت کوي؛ خو د دغه ولايت يوشمېرخلک د کونځلو غوړيو د توليد لپاره له صنعتي لارو چارواستفاده کوي.
محمد اسحق وايي چې له ٤٠کلونو را پديخوا د کونځلو غوړيو د توليد لپاره له صنعتي لارو چارو استفاده کوي او په ٢٤ ساعتو کې له دوو او ښانو په استفادې سره د لسګونو کيلوګرامو غوړيو د توليد وړتيا لري.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ اوس د جوزجان په بازارونوکې د کونځلو يو کيلوګرامه غوړي په ٣٠٠ افغانيو پلورل کېږي او د هغه توليدات زياتره بهر ته صادرېږي.
د جوزجان د کرنې او اوبولګولو رييس قاري عبيدالله انصار وايي په دغه ولايت کې دوه شرکتونه د کونځلو د مينځلو او انډي کولو په برخه کې فعاليت کوي.
د جوزجان د کرنې او اوبو لګولو رييس وايي چې کونځلې له انډي کولو وروسته بهر ته صادريږي.
په جوزجان کې د کونځلو غوړيو يوشمېرتوليدونکي وايي چې د کونځلوغوړيو د توليد لپاره د اړتيا وړ کونځلې د فارياب، بلخ او د سرپل له ولايتونو او د جوزجان ولايت له ولسواليو پېري.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته