سیاست

انجنيرمحمدخان: دپوهنې په وړاندې خنډونه له منځه يوسئ

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٤
انجينير محمد خان: د پوهنې پر وړاندې د خنډونو په ختمولو کې دې ولسونه د خپل دولت په څنګ کې ودرېږي.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه څرګندونې د اجرائيه رياست لومړي مرستيال محمد خان د خپل کار په دفتر کې د بغلان ولايت له يو شمېر قومي مشرانو او سپين ږيرو سره د کتنې په وخت کې وکړې.
د بغلان ولايت دغه قومي مشران او سپين ږيري چې په بغلان ولايت کې د وروستيو نامنيو له امله د رامنځته شويو ستونزو او له يو شمېر شکايتونو سره راغلي وو، د پوهنې په برخه کې د خپلو سيمو ښوونځيو تړل کېدل يې تر ټولو جدي ستونزه وبلله.
انجينير محمد خان د بغلان ولايت د خلکو شکايتونه پرځای بللو ترڅنګ له قومي مشرانو او عام ولسونو څخه وغوښتل چې د پوهنې پر وړاندې د خنډونو په ختمولو کې دې د خپل دولت په څنګ کې ودرېږي.
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال د بغلان ولايت قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې دولت يې د ټولو ستونزو د اوارۍ په خاطر لازمې طرحې په پلان کې لري او په نږدې راتلونکي کې به يې ډېرې ستونزې اوارې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته