کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٧ :
په پکتيکا ولايت کې پرون ديوه کور دچت د نړيدو له امله ديوې کورنۍ پنځه تنه غړي ووژل شول.
دغه پيِښه دسر روضيې په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د پکتيکاولايت يوه سيمه ييز مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل په دې پيښه کې يو سړى له خپلې ميرمنې او دريو بچيانو سره ووژل شول.
ويل کيږي دغه کور دوخت په تيريدو سره يوڅه زيانمن شوى و او تيره شپه چت يې په بشپړه توګه ونړيد .
0 د یوې دقیقې څخه لږ