سیاست

دسترې محکمې عالي شورا دپوهاندعبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وشوه .

کابل باختر دثور دويمه :
دسترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ  غونډه وکړه او په اجندا کې نيول شوي موضوعګانې يې وڅيړلې .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ .
عالي شورالومړي داستيناف محکمو دچارو دلاښه سمون او تنظيم او داړوندو قاضيانو له خوا په دقيقه توګه دقضايي وجيبو او مسووليتونو دترسره کولو په مقصد يوه مصوبه تصويب  کړه .
په دې تفصيلي مصوبه کې دتقوا او پاک نفسي  ، په صادقانه ډول دقضايي او اداري منسوبينو ددندو په ترسره کولو ، داداري لايحو اومقرراتو په تيره بيا دحاضري د ضوابطو  او موازينو په رعايتولو ، دقضايي يونيفروم په تطبيق او دعوا له خاوندانو سره په مطلوب تعامل  دکار دچاپيريال نظافت او دسيمه ئيزې روغتيا ساتنې ته په پاملرنې ، دقضايي  شفافيت او نزاهت دښه تامينولوپه  خاطر په اهتمام ، دقضيو دڅيړنې د بهير په چټکتيا  او دقانون  پرخلاف  له هر راز عمل او له ناسم چلند څخه په ډډې  کولو باندې چې د اداري فساد درامنځته کيدو سبب شي جدي ټينګار شوى دى او دسرغړونکي له خوا ډيره کمه سرغړونه ، دتاديبي  او جزايي  مويداتو دتطبيق مستوجب بلل شوې ده .
وروسته له اجندا سره سم ځينې رسيدلي  استهداګانې وڅيړل شوې او دغزني ولايت داستيناف محکمې درياست داستهدايې په وړاندې دعالي شورا د ١٣٨٧ کال دوري دمياشتې  د نولسمې نيټې دمتحد المال  په رڼاکې څرګنده شوه  چې دڅړځايونو ګټې دمدني دعواو له جملي څخه دي او مدني قانون او دځمکه والي دچارو دتنظيم قانون د څړځاى په ځمکې دعوا له عامه حقوقو څخه بللې ده چې څيړنه يې دعامه حقوقو د محکمو له صلاحيتونو څخه دي او ددولت دقضاياو اداره په دې برخ کې دعوا په تعقيب ، اقامې او پرمخ بيولو موظفه ده .
دغه راز دځينو هغو مشخصو قبالو دمثنى  داجرا کولو  دڅرنګوالې په برخه کې دتخار ولايت داستيناف محکمې درياست استهدايې ته په پاملرنې سره چې دځينو دلايلو له مخې دهغو په محفوظ ثبت کې يو لړ ستونزې شته لارښوونه وشوه چې دوثيقې  او ياپريکړې تطبيق له مندراجاتو سره يې او هم ددعوا دڅيړنې په بهير او يا داړوندو لورو له خوا دمثنى  دغوښتنې په وخت کې دهغو دمحفوظ  ثبت  په باب د ډاډ ترلاسه کول دواکمنو محکمو ددڼدوله جملي څخه دي چې دوثيقو دليکنې دتعليمات نامې اودملکيتونو دليږدونې په باب  دسترې محکمې دعالي شورا دمصوبو له مخې دڅيړنې وړ دي .
په همدې ترتيب  دبګراميو ولسوالۍ دابتدائيه محکمې له خوا دصادر شوي قرار په باره کې دکابل ولايت داستيناف  محکمې درياست داستهدايې په باب څرګنده شوه چې دمحکمې تجويزي قرار څرنګه چې دموضوع په ماهيت حکم نه دى کړى له دې امله دشخړې دلورې ددعوا داقامې  خنډ نه دى ،  دى کولاى شي واکمنې محکمې ته مراجعه وکړي او دعوا اقامه  کړي چې پورتنۍ محکمه به دده ددعوا دڅيړنې په ترڅ کې  دښکتني محکمې دتجويز دسموالي اويا نه سموالي په باب هم څيړنې وکړي .
دغه راز په قضايي سندونوکې دوکيل دعزل  دمعاملې دڅرنګوالې په باب دکابل ولايت داستيناف محکمې درياست ديوې بلې استهدايې په وړاندې  څرګنده شوه چې دوکيل دعزل سند دموظف قاضي له خوا له معاملې وروسته  دصادر شوي وکلات خط  دمحفوظ ثبت په حاشيه کې لاسليک اومهر کيږي  چې دراتلوونکو احتمالي ستونزو درامنځته کيدومخه ونيول شي .
سربيره پردې دعالي شورا په نننۍ  غونډه کې دبيا کتنې اته مورده غوښتن ليکونه او په مدني اوجزايي قضيو کې دمحکمې دبدلون شپږ ويشت غوښتن ليکونه او دقضايي صلاحيت دتنازع يوه موضوع هم په اجندا کې نيول شوي و چې په هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته