سیاستTOP

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست په کار پيل وکړ

کابل / د مرغومي ۴مه / باختر
د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوي سرپرست څارنوال عبدالولي نن د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ په پيل کې د چارو ادارې استازي مولوي عبدالباري عاطف د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو د مرستیال او سرپرست په توګه د څارنوال عبدالولي د ټاکل کېدو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام حکم ولوست او د وزارت نوې رهبرۍ ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وویل: برنامه مو ملي، لاره مو تقوا، صداقت او د فساد پر ضد مبارزه ده.
هغه په خپلو خبرو کې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له خپل کاري ټیم سره به په ګډه د وزارت چارې په ښه توګه ترسره کوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست دغه راز د دغه وزارت پر کارکوونکو غږ وکړ چې په ګډه د چارو د لا ښه سمون لپاره دې هڅې وکړي.
څارنوال عبدالولي د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نوي سرپرست په توګه تر پېژندلو وروسته، په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته