ورزش

دستاره آزادي ټيم دمخابراتو له ټيم سره لوبه کوي.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٩
په کابل کې دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ نن مازيګر په يوې لوبې سره دوام مومي.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دستاره آزادي او دمخابراتو ټيمونه لوبه کوي.
دقيومي دڅرګندونو له مخې دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ له څه مودې راپه دې خوا د څوارلسو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام مومي او په پرونۍ لوبه کې دمتحد چهار دهي ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د اميد افغان ټيم ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته