امنیت

یو وسله وال طالب په لغمان کې ووژل شو

– کابل/باختر/ د وږي ١٥مه
په لغمان کې یو وسله وال طالب له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
د۲۰۱ سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ويلي دي چې وسله وال طالب روح الله پرون د لغمان په بدیع آباد سیمه کې پر امنیتی پوستې د بريد په وخت کې د افغان پوځيانو په ډزو سره ووژل شو.
په جګړه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته