امنیت

ځانمرګو يرغلګرو دولسي جرګې دمرستيال په کور بريد وکړ .

جلال اباد باختر د زمري  اتمه :
ځانمرګو يرغلګرو  دولسي جرګې  دمرستيال  ظاهر قدير په کور بريد وکړ .
لومړى  يوه ځانمرګي يرغلګرخپل چاوديدونکي توکي  دننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې  دمجلس ددغه استازي  دکور په وړاندې  وچول او وروسته  څو تنو بريد ګرو له امنيتي ځواکونوسره په نښتې لاس پورې کړ .
درارسيدلو خبرونو له مخې، ظاهر قدير ديرغلګرو د بريد په وخت کې  په خپل کور و ،  خو ويل کيږي چې ده ته  زيان نه دى اوښتى .
دننګرهار ولايت دمرکز جلال اباد ښار يوه امنيتي مقام باختراژانس ته وويل  چې زياتره  بريدګر دپوځيانوپه ډزو کې له پښو غورځول شوي  خولاتراوسه پورې هم  جګړه دوام لري .
ده  دځانمرګو په دې بريد کې  دپوځيانو او دملکي وګړو دسرزيان تاييد کړ خو ددقيق شمير په باب يې څه ونه ويل .   حاجي ظاهر قدير تل  په افغانستان کې دوسله والو طالبانو او داعشيانو کړنې غير اسلامي او غير انساني بللې او په وار وار  په خپل پلرني  ټاټوبي ننګرهار کې  دډآر اچوونکو ډلو په وړاندې  جنګيدلى دى .
  ددغې پيښې  جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته