امنیت

حامدکرزي په خوست ولايت کې ځانمرګي بريد په کلکه وغانده

کابل باختر د تلي  لسمه
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  په خوست ولايت کې  ځانمرګي بريد چې ديو شمير ملکي وګړو  دمرګ ژوبلې سبب شو ، په کلکه وغانده .
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري  رياست دمطبوعاتي دفتر  له لارې  باختر اژانس ته رسيدلې ده  ويل شوى دى .
  درارسيدلو خبرونوله مخې ،  نن سهار په يو موټرسايکل سپور ځانمرګي يرغلګر خپل چاوديدونکي توکي  په خوست ښار کې دافغانستان بانک ودانۍ ته  څيرمه په عدالت څلور لارې کې وچول چې له امله يې  يو شمير ملکي وګړو ته  مرګ ژوبله واوښته .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس حامدکرزي  په ملکي وګړو  بريد  نه بخښوونکي  عمل وباله او  په کلکه يې وغانده .
  جمهور رييس دخپلې ډاد ګيرنې او خواخوږ ي مراتب  دقربانيانو کورنيو  ته څرګندوي او ټپيانو ته دسملاسي روغتيا  هيله کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته