امنیت

چارواکي: وسله والو طالبانو د خاص روزګان ولسوالي محاصره کړې ده.

ترینکوټ باختر دغويي د میاشتې ۲۶ مه
د روزګان ولایت خاص روزګان ولسوالي د تېرو دریو شپو را پدېخوا د وسله والو طالبانو تر سختې محاصرې او بریدونو لاندې ده.
په مشرانو جرګه کې د روزګان استازي محمد حنیف حنیفي باختر اژانس ته وویل چې؛ دا مهال یوازې د ولسوالی ودانۍ، امنیه قومنداني او د ملي اردو یوه قرارګاه د دولت تر ولکې لاندې ده او نوره ټوله ولسوالي طالبانو نیولې ده.
هغه زیاتوي که د حکومت له لوري بېړنی اقدام ونه شي،نو ولسوالي به سقوط وکړي. په ورته وخت کې بیا د روزګان امنیتي مسوولین په دې اړه له څه ویلوډډه کوي.
دفاع وزارت مني چې په دغه ولسوالۍ کي جګړه روانه ده خو وايي دوی هڅې پیل کړي څو وسله وال طالبان په شاه کړي.
محمد رادمنش باختر اژانس ته وویل چې په دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو هوايي او ځمکني بریدونه روان دي او ډېر ژر به وسله وال طالبان وځپل شي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته