روغتیا

روغتيايي کارکوونکو په غزني کې عامه پوهاوى پيل کړ

کابل د کب ٢٦ مه باختر
په غزني کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري باختراژنس ته وویل چې د غزني د عامې روغتیا ریاست له ځينو ادارو سره په همغږۍ د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړى دى.
هغه زیاته کړه چې د غزني د عامې روغتیا کارکوونکي هره ورځ په منظمه توګه په جوماتونو، د مسافروړونکوموټرونو په تم ځايونو، بانکونو او ګن مېشتوسیموکې خلکو ته د کرونا ویروس د مخنیوي او اخته کېدو په اړوند پوهاوى ورکوي.
ختم ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته