امنیت

د شرابو یو پلورونکى په قرغه کې ونیول شو

کابل / باختر/ د زمري ٨مه
د کابل پولیسو په قرغه کې د  الکولي مشروباتو یو پلورونکى له ۲۲ بوتلو الکولو سره ونیو.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبریال ته وویل: دغه سړی د قرغې په ساحه کې د الکولي مشروباتو په پلورنه بوخت و چې له الکولي مشروباتو او یوې تومانچې سره ونیول شو.
د یو بل خبر له مخې:
پولیسو تېره شپه یو غل چې د لومړۍ حوزې د یوه اوسیدونکي لس زره امریکایي ډالره غلا کړي وو، د تېښتې په حال کې په میوند واټ کې ونیو.
پاى/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته