امنیت

تبصره

کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه :
جمهور رييس  غني دملګروملتو دسازمان دامنيت شوراله هيئت سره په کتنه کې  دملګروملتو دسازمان دبنديزونو په لست کې  دوسله والو طالبانو دډلې دمشر ملا هيبت الله په ګډون د حرفوي تروريستانو دنومونو دليکلو غوښتنه کړې ده .
دباختراژانس مفسر ليکي  جمهور رييس غني په دې وروستيو وختو کې دملګروملتو دسازمان  دامنيت شورا له هيئت سره په کتنه کې  په ډاګه کړه چې په افغانستان کې کابو ديرش تروريستي ډلې فعاليت کوي چې د ډار اچوونکوفعاليتونوپه ترسره کولو سربيره په جرمي اقتصاد ،  د نشه يي توکو په قاچاقو او دافغانستان دکانونو په لوټولو کې رول لري .
ښاغلي  غني بيان کړه چې دافغانستان قضيه يوه پيچلې قضيه ده  کورنۍ جګړه نه ده بلکې بيلابيل اړخونه  لري   او له دغو ډلو سره دمبارزې لپاره چې په افغانستان اوسيمه کې فعاليت کوي او سيمې او نړۍ ته يې جدي ګواښ متوجه کړى دى او هغو سره د مبارزې لپاره يوې  ستراتيژۍ  او پروګرام ته ضرورت دى او د هغو هېوادونو په وړاندې چې دتروريستانو دپټنځيو په جوړولو  او دهغوى په سمبالولو لاس پورې کوي جدي دريځ غوره شي.
ده دملګروملتو له سازمان څخه وغوښتل چې دوسله والو طالبانو د ډلې دمشر ملا هيبت الله په ګډون دنړيوالو تروريستانو نومونه ددغه سازمان دبنديزونو په لست کې شامل کړي او په همدې موخه دې يوعملي او همغږۍ  ميکانيزم جوړ شي .
افغان سياسي کارپوهان دملګروملتو له سازمان څخه دافغانستان د اسلامي جمهوريت  دجمهور رييس  دغه  غوښتنه يوه روا غوښتنه بولي، تيرې تجربې ښيي چې دافرادو سازمانونو او آن  دهغو هېوادونو پرخلاف دبنديزونو لګول چې په يو ډول نه يو ډول دنورو هېوادونو له ګټو سره په تقابل او تضاد  کې دي په زړه پورې نتيجه لرلې ده خو   په ځينو  مواردو کې هم دنړيوالو سازمانونو اويا دنورو هېوادونو دبنديزونو په لست کې  نړيوالو تروريستانو ته ځاى ورکول  .  يوازې  يو نوم دى  او هيڅکله  دعملي تطبيق لپاره يې کوم کارنه دى شوى .
دمثال په ډول دافغانستان  دطالبانو دډلې  دمشر ملا عمر ، دحقاني د شبکې دمشرتابه هيئت  غړي ، دپاکستان دلښکر طيبه  مشر حافظ  سعيد اويوشمير نور نړيوال  تروريستان دملګروملتو دسازمان ، امريکا او دنورو هېوادونو دبندزيونو په نوملړ او په تور لست کې ليکل شوي دي خو پاکستان  په يو ډول نه يو ډول  دهغوى ملاتړ وکړ او هيڅکله دنړيوال عدالت لاس هغوى ته ونه رسيد ملا هيبت الله او پرکويټې شورا کې دهغه همکاران  او دطالبانو نور مشران هم په همدې رديف کې دي .
دوى دپاکستان داستخباراتي  سازمانونو دملاتړ تر سيوري  لاندې ژوند کوي اوخپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي او دافغانستان دخلکو دوژنې او په دغه هېواد کې دبنسټونو دويجاړولو او د بيت المال  دلوټولو سبب کيږي .
که چيرې  کوم هېواد اوياکوم  سازمان دهغوى دفعاليتونو دننداره کوونکي په توګه پاتې شي په حقيقت کې دافغانستان دخلکو په حق کې ستره جفا ده .
دملګروملتوسازمان بايد دافغانستان دغه غوښتنه چې ددغه سازمان يوفعال غړى دى او دهغو کسانو  په عدلي  څارنه کې  چې په افغانستان کې دخلکو  دوژنې او ورانۍ سبب  کيږي د سيمې او نړۍ په کچه  اقدام وکړي .
دافغانستان خلک دې ته سترګې  په لاره کې دي چې نړيوالې ټولنې  او له معتبرو نړيوالو سازمانونو او دبشر دحقوقو  دساتنې له سازمانونو سره هغه کسان چې جنايتونه يې کړي دي دهېواد په محکمو اوياهم په نړيوالو محکمو کې دعدالت ميز ته راوکاږي  او هغه هېوادونه چې له دغو تروريستانو سره يې مالي او دوسلو ملاتړ کړى دى . دنړيوالو سازمانونو له خوا مجازات شي .
دا دافغانستان دخلکو روا غوښتنه ده  هغه هېوادونه چې دافغانستان له خلکو سره دملاتړ او له هغوى سره دهمکارۍ لاپې وهي او هغه نړيوال  معتبر سازمانونه چې وايي دنړيوال نظم لپاره چې کار کوي ضروري ده چې خپلو روا حقوقو ته درسيدو په لاره کې  دې  له افغانانو سره مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته