ښوونه او روزنه

د کمپیوټر ساینس پوهنځیو د محصلانو خلاقیتونه وستایل شول

-کابل باختردمرغومي دمياشتې ٢ :
د هيواد لومړۍ میرمنې رولا غني او د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوالې ډاکټري فریدې مومند نن دلوړوزده کړوپه وزارت کې دهېواد دپوهنتونونو کمپیوټرساینس پوهنځیو محصلانو د خلاقیتونو لومړى نندارتون پرانیست  او غوره محصلانو ته یې ډالۍ ورکړې.
دلوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د دې نندارتون د پرانیستلو او ډالۍ د ویشلو پر مهال، د هېواد لومړۍ میرمنې رولا غني، دغه نندارتون د افغانستان د پرمختګ لپاره ګټور ګام وباله او ويې  وویل " ځوانان د ټولنې توان لرونکی او زیار ایستونکی قشر دی او باید د هغوي له توان او هڅو څخه د هېواد د هر اړخیزې ودې لپاره په ښه ډول ګټه واخیستل شي ".
دې ځوانانو ته د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د زمینو برابرولو له امله د لوړو زده کړو وزیرې او د افغانستان د ټکنالوجي خلاقیتونو مرکز له رئیس ډاکټر نذیز فیروز څخه مننه وکړه او ځوانان یې د عصري علومو ترلاسه کولو ته وهڅول.
دغه راز د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوالې ډاکټرې فریدې مومند د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو  په اړه معلومات ورکړل او دغه برخه يې د لوړو زده کړو وزارت د کاري پروګرامونو له لومړیتوبنو څخه وبلله.
دې وویل هڅه شوې چې محصلان د تحصیلي دورې په وروستي کال کې خپلې پروژې وړاندې کړي څو نه یوازې هغوي ته د کار د رامنځته کولو انګیزه پیدا شي بلکې د کار له بازار سره آشنا او په اړوندو برخو کې خلاقیت رامنځته کولو ته وهڅول شي.
د برلین تخنیکي پوهنتون استاد او ددې پروګرام  مسؤل ډاکټر نذیر فیروز وویل افغانستان سره له دې چې اوږد تاریخ لري خو د کمپیوټرساینس او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ځوان دی.
ده هغو افغان ځوانانو ته په اشارې سره چې په برلین تخنیکي پوهنتون کې د کمپیوټرساینس په برخه کې زده کړې کوي وویل؛ د  افغان محصلانو هڅې موږ ته د یو روښانه راتلونکي زیری راکوي او دغه قشر یوازې ملاتړ او تشویق ته اړتیا لري.
د هغه په وینا ۷۵ تنه افغان محصلان برسیره پردې چې د ژبې او نورې ستونزې یې لرلې، په ښو نومرو سره یې په آلمان هېواد کې خپلې زده کړې پای ته رسولي او اوس مهال دهېوادپه پوهنتونونو کې په تدریس بوخت دي. 
وروسته څو تنومحصلانو خپلې نرم افزار پروژې چې د ټولنې له غوښتنو سره سمې یې جوړې کړې وي نندارې ته وړاندې کړې اوپه اړه یې معلومات  ورکړل.
د نندارتون په پای کې د هېواد دلومړۍ میرمنې رولا غني او لوړو زده کړو وزیرې له خوا پنځو غوره محصلانو ته لومړۍ درجه او پاتې ۱۷ تنو ته د غوره محصلۍ ډالۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې د ددغو محصلانو د پروژو تخنیکي، ټولنیز او اقتصادي ځانګړنې د یو متخصص پلاوي له خوا څیړل شوې وې او هغه ۲۰ تنه چې په دغې سيالۍ کې یې ګډون کړی باید په بل نندارتون کې له خپلو پروژو څخه د ګټې اخیستنې په اړه راپور ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته