امنیت

دماين دچاودنې له امله ماين ښخوونکې ووژل شو.

کابل – باختر دسلواغى نهه ويشتمه :
دهلمند ولايت په مربوطاتو کې دماين دچاودنې له امله ماين ښخوونکې ووژل شو. دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ : يو ماين ښخوونکې کله يې چې غوښتل دناوې ولسوالۍ دنګاري کلي په سړک کې د وسايطو ضد يو ماين ښخ کړي ، ماين دښخولو په وخت کې وچاوديد او ماين ښخوونکې يې  وواژه.
ديوبل خبرله مخې : يوه اتلس کسيزه ډله وسله وال مخالفين پرون دهرات ولايت په مربوطاتو کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دغو کسانو دوسله والو مخالفينو ديو تن قوماندان نسيم اڅکزي په مشرۍ دهرات ولايت دشنډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسله وال فعاليت کاوه چې له دريو کلاشنکوفونو،يوه توغندي ويشتونکې ،يو ار-پي جي ماشينګنې او دريموټ کنټرول له يوولسو ماينونو سره دسولې له بهير سره يوځاى شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته