امنیت

یوولس طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
د قندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې تېره شپه د پوځيانو په هوايي برید کې ۱۱ طالبان ووژل شول او دوه نور یې ټپیان شول.
په قندهار کې د کومانډو ځواکونو یوې سرچینې باختر آژانس ته وویل چې دغه طالبان د پوځيانو پر پوستو د بریدونو پر پلان جوړولو بوخت وو چې برید پرې وشو.
هغه وویل چې په دغه برید کې ۱۱ طالبان ووژل شول او دوه نور یې ټپیان شول او دغه راز د دوی له چادېدونکو توکو ډک درې موټر هم له منځه یوړل شول.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته