کابل باختر د ليندۍ اوومه :
دبلخ له ولايت څخه يوسلو اتيا پوځيان اقينه بندر ته واستول شول
دشمال دعامه امن اونظم دپوليسو دشپږمې لوا قوماندان د اقينه دلاجوردو دلارې داوسپنې پټلۍ دامنيت دتامينولو لپاره دغه بندر ته دده تر امر لاندې ديوسلو اتيا تنو ځواکونو د استولو خبر ورکړى دى .
دشمال دعامه امن او نظم دپوليسو دشپږمې لوا قوماندان جنرال حبيب الله قريشي باختراژانس ته خبر ورکړ دغه ځواکونه دفارياب ولايت داقينه بندر دلاجوردو داوسپنې پټلۍ دپرانستلو د امنيت دتامينولو لپاره پرون دغه ولايت ته واستول شول
قريشي زياته کړه ددغو ځواکونو مشري ددغې لوا درستيز وال سمونوال ميرويس سيار په غاړه لري .
2 د یوې دقیقې څخه لږ