امنیت

په افغانستان کې دطالبانو ددريو قوماندانانو نيول

کابل باختردوري دمياشتې ٢٥ :

دناټو ځواکونه وايي چې دوسله والو طالبانو درې تنه قوماندانان يي نن نيولي دي.

دغه قوماندانان چې هويت يې  نه دي په ډاګه شوي نن سهار دافغان اوناټودځواکونودګډو عملياتوپه بهيرکې دکندهار ،پکتيا اوغزني ولايتونو له مربوطاتو څخه نيول شوي دي .

ناټو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي    دغه قوماندانان دشاولي کوټ او خوږياڼيو دولسواليو اودګرديزښار په مربوطاتو کې  چې دوسله والو طالبانو دبريدونو مشرۍ په غاړه درلوده .

ويل کيږي  ددغو عملياتوپه بهيرکې يوه اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکي  توکي هم ترلاسه شوي دي .

 دخبرونوله مخې دغه قوماندانان په داسي حال کې چې  په افغان اوناټو ځواکونو دبريدونو په طرحه کولو بوخت و  نيول شوي دي.

دناټو دمعلوماتوله مخې ددغو عملياتوپه بهيرکې څلور تنه له وسله والوطالبانوسره دهمکاري په تور هم نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې دافغان اوناټو ځواکونو اوملکي وګړو داحتمالي تلفاتوپه باب څه نه دي ويل شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته