امنیت

لس تنه وسله وال طالبان او دوه تنه ملکي وګړي په ميدان وردګو کې ووژل شول

کابل باختردلړم دمياشتې ٩ :
په ميدان وردګو ولايت کې  پرون د نښتو له امله  لس تنه وسله وال  طالبان  او دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول .
دغه جګړه دسيدآباد ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت ونښته  چې يوې ډلې  طالبانو په  پوځيانو بريد وکړ.
په ميدان وردګو ولايت کې  دملي اردو يو قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل :  په دې نښته کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول  .
ده وويل چې  ددغې نښتې په بهېرکې طالبانو په راکټي بريد لاس پورې کړ چې  په يوه کور يو له دغو توغنديو څخه دلګيدوله امله  دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
ويل کيږي چې ددغې ډلې يو سيمه ييز قوماندان هم ددغې پيښې په  وژل شويو کسانو کې شامل دى .
دملي اردو دغه قوماندان وايي چې په دې نښته کې پوځيانو ته زيان  نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته