سیاست

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په هیواد کي د افغان- ترک ښوونځیو له عمومي رئیس سره وکتل

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٩
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په هیواد کي د افغان-ترک ښوونځیو له عمومي رئیس سره وکتل.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د افغان-ترک ښوونځيو عمومي رئیس ښاغلي نعمان اردوغان په ننۍ لیدنه کي د هیواد اجرائیه رئیس ته د هغو ښوونځیو د فعالیت او کیفیت په اړه معلومات ورکړل، چي په افغانستان کې د افغان-ترک تر نامه لاندې فعالیت کوي.
ده وویل، چي دوی د افغانستان په لویو ولایتونو کي ښوونځي لري، چي ۷ زره افغان زدکوونکي پکښي زدکړي کوي او د خپل فعالیت په جریان کي یې تر دې دمه پوري ۴۰۰۰ افغان شاګردان فارغ کړي دي.
ده یادونه وکړه، چي ددوی د ښوونځيو فارغین همدامهال په ۴۱ هیوادونو کي په لوړو زدکړو بوخت دي او په افغانستان کي دننه یې هم د کانکور ازموینو په نتیجه کي په لوړو نمرو سره ښو پوهنځیو ته لاره پیدا کړې ده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان-ترک ښوونخیو له عمومي رييس سره په لیدنه کي د هغوی د ښو او با کیفیته تعلیمي خدماتو ستاینه او مننه وکړه.
ده وویل، چي ښه تعلیم د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره اساسي اهمیت لري او په دې برخه کي تر دې دمه د افغان-ترک ښوونځيو فعالیت د یادوني وړ دی.
اجرائیه رئیس ښاغلي اردوغان ته وویل، چي حکومت له خپل جانبه هر اړخیزي مرستي ته امادګي لري او د کومک لپاره به هیڅ ډول هڅي درېغ نکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته