امنیت

د کابل ښار په لوېديځ کې پر يوه دولتي روغتون وسله وال بريد شوى دى

-کابل / د غويي ٢٣ مه / باختر
څو شېبې وړاندې يرغلګرو د کابل ښار په ١٣حوزې پورې اړوند (ټانک تېل) سيمه کې پر ١٠٠ بستريز روغتون بريد کړى دى.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ عيني شاهدان وايي چې يرغلګر د دغه روغتون ودانۍ ته ننوتي دي او دوه چاودنې هم شوې دي.
د عيني شاهدانو د څرګندونو له مخې؛ د امنيتي ځواکونو او يرغلګرو ترمنځ جګړه دوام لري.
د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيالې مروې اميني دغه پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې د پوليسو د ځانګړو قطعاتو ځواکونو د يرغلګرو د ځپلو لپاره سملاسي اقدام کړى دى.
په همدې حال کې د بې پولې ډاکټرانو بنسټ د رسنيو مسوول نور احمد سليم هم پر دغه روغتون بريد تاييدوي او وايي چې د دغه روغتون يوه څانګه د دوى پر بنسټ پورې مربوطه ده.
د دغې پېښې له امله د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه تراوسه څه نه دي ويل شوي.
ختم -ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته