امنیت

نولس طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۱۶ مه / باختر
د زابل په مرکز قلات او شهر صفا ولسوالۍ کې ۱۹ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۲ نور یې ټپيان شول.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه وسله وال طالبان په تېرو ۴۸ ساعتو کې له افغان ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
خبرځای زیاتوي چې دغه راز په یاده موده کې د وسله والو طالبانو څو سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې او ۱۸ ماینونه یې هم شنډ کړي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته