اقتصاد

دملي تدارکاتو کمېسیون د ۳،۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۴ تدارکاتي موضوګانې منظور کړې

دملي تدارکاتو کمېسیون  د ۳،۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۴ تدارکاتي موضوګانې منظور کړېکابل باختر د چنګاښ ١٨مه :

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريئیس محمد اشرف غني په مشرۍ  د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژناس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې پر ۱۶ تدارکاتي موضوګانو بحث وشو چې په پاېله کې له ۳،۸ میلیاردو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۴ تدارکاتي موضوګانې منظور شوې.
غونډې د ټرانسپورټ وزارت اړوند دملکي هوایي چلند ادارې مربوط؛ درې ساېټونو کې د هېواد د درې هوایي ډګرونو د الوتکو د ځغاست لیکې (Runway) د څراغونو او د ډګر د څراغونو (Papi Light System) د پېرودلو پروژه؛ د تخنیکي ستونزو له امله بېرته ولېږدوله او لارښوونه  یې وکړه چې د ملکي هوایي چلند ادارې، مالیې او انرژي او اوبو وزارتونو او ملي تدارکاتو ادارې ګډ پلاوی دې د پېشنهادي شرکت د مشابه پروژو ارزونه وکړي او راپور دې د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړي.  
ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د افغانستان سټلایټ لپاره د ځمکني سېستم د برابرولو او نصب پروژه، د ملي تدارکاتو کمېسیون رد او لارښوونه یې وکړه چې یاده پروژه دې یو ځل بیا د داوطلبۍ په موخه اعلان ته ورکړل شي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت لخوا د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو نوماندانو ته د زغره والو موټرو  د پېرودلو په تړاو پېشنهادي طرحه هم کمېسیون منظور کړه.
د غه راز د اجنډا مطابق په دې غونډه کې د پخوانیو پرېکړو د لارښوونو د تحقق پر راپورونو هم بحث وشو چې د کمېسیون لخوا منظور شول.
د غونډې په پای کې د ملي دفاع وزارت اړوند د چرګانو د یو قلم غوښې د برابرولو او تدارک پروژې په تړاو د ملي تدارکاتو کمېسیون فورم کې د افغان چرګانو تر اتحادیې لاندې د شرکتونو د نومونو د درجولو په اړه د دې ادارې وړاندیز هم ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.# پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته