امنیت

درې تنه تروريستان په قندهار کې ونيول شول .

کابل باختر دوږي شپږ ويشتمه :
درې تنه تروريستان دملي امنيت دځواکونو له خوا په قندهار کې ونيول شول .
دقندهار ولايت دملي امنيت درياست يوه خبرځاى باختراژانس ته خبر ورکړ .  دغه کسان دپاکستان دچمن اصلي اوسيدونکي حافظ مطيع الله  دقندهار ولايت دتخته پل ولسوالۍ اوسيدونکي  رحمت الله او دغزني ولايت اصلي اوسيدونکي جمال الدين دي چې دملي امنيت دځواکونو په عملياتو کې ونيول شول .
نيول شويو کسانو دقندهار ولايت په بيلابيلو ساحو کې په تروريستي او ورانکارو بريدونوکې لاس درلود .
له نيول شويو کسانو څخه تحقيقات پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته