امنیت

دوه تنه تروريستان ونيول شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٩
د ملي امنيت دلوى رياست موظفينو دتروريستي ډلې يو سرګروپ د هغه له همکار سره په پروان ولايت کې ونيوه .
د ملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دپروان ولايت مرکز دچاريکارو ښار په مربوطاتو کې دعملياتو په ترڅ کې د طالبانو دترورستي ډلې يو سرګروپ په وزير مشهور عبدالمنان د رضا په نامه د ده له يوه همکار سره چې د افرادو او اشخاصو په ترور، وسله والو غلاوو، ماين ايښودنې او د خلکو په ځورولو بوخت وو، له يو کلاشينکوف او يوې تومانچې سره لاس په لاس نيولى دى.
نيول شوي کسان بيا بيا مجرمين دي چې پخواهم نيول شوي او درې کاله بند يې تېر کړى او له آزاديدو وروسته يې د چاريکارو ښارکې په خشو مشهور د حشمت الله په تروريستي ډله کې فعاليت کاوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته