امنیت

په بغلان کې يو سړى د طالبانو له خوا وووژل شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠
وسله والو طالبانو پرون يو ملکي سړى له دوست سره د جاسوسى په تور په بغلان ولايت کې وواژه.
د بورکې ولسوال ملا تاج محمد تقوا د باختر آژانس خبريال ته وويل : محمد فيروز دولت ته د جاسوسى په تور د وسله والو طالبانو له خوا د دغې ولسوالۍ په يوه اړونده ساحه کې وژل شوى دى .
تقوا زياته کړه: وژل شوى سړى يو وزګار ملکي سړى و او د هغه د سر له غوڅولو وروسته ډزې پرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته