نړۍ

دهند او ايټاليا ترمنځ تاوتريخوالي په ايټاليا کې د هند سفارت ته ګواښ شوى دى .

نوى ډيلى – ايرنا – باختر دکب دمياشتې ٣
په هند کې د دووتنو ايتالوي ټوپک لرونکو دمحاکمې پرسر د هند او ايټاليا ترمنځ دتاوتريخوالي له زياتيدو  وروسته په ايټاليا کې د  دغه  هيواد   د سفارت ته ګواښ وشو.
دايران د دولتي خبري آژانس دخبرله مخې :  په ايټاليا کې دهند دسفارت کارکوونکي  په هند کې د دوو تنو ايټالوي پوځيانو دمحاکمې له بيا ځنډيدو او هيوادته يې د ايټاليا دسفير له غوښتنې وروسته په ګواښوونکو ايميلونو سره وګواښل شول.
دايټاليا درسمي خبري آژانس (انسا)  دخبرله مخې  :  دهند دحکومت ويندوى   سيد اکبرالدين له  انسا  سره په  خبرو کې ددغو ګواښونو د تائيدولو په ترڅ له ايټالوي مقاماتو څخه وغوښتل چې ددغه هيواد دکارکوونکو او ديپلوماتيکو مرکزونوساتنه  تضمين کړي .
دغه دوه تنه ايټالوى ټوپک لرونکي دوه کاله کيږي چې د دوو هندي کب نيوونکو
د وژنې په تور په دغه هيواد کې بنديان  دي او ايټاليا هم  تل ددغه مورد  دنړيوال کولو په لټه کې ده  چې کيداى شي دهند او د اروپا د اتحاديې ترمنځ  د آزادى تړون له خطر سره مخامخ  کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته