سیاست

جمهور رئیس غني د هند د بهرنیو چارو وزیرې سره وکتل

کابل باختر د وږي ديرشمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني  د امریکا متحده ایالتونو ته د خپل سفر په دریمه ورځ پرون په خپل استوګنځی کې د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني هند د افغانستان ښه دوست وباله او همدارنګه یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د همکاریو د قدردانۍ ترڅنګ له اغلې سوشما سواراج څخه هیله وکړه چې د ده نېکې هیلې د هند لومړي وزیر ته ورسوي.
په دې کتنه کې دواړو لورو، د سیمې د امنیت له تروریزم سره د مبارزې او د افغانستان او هند تر منځ د ګډو سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا په اړه بحث وکړ او همدارنګه یې د امریکا نوې ستراتیژي د سیمې د ثبات لپآره ګټوره وبلله.
جمهور رئیس غني وویل، د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله به هند ته د خپل راتلونکي سفر په بهير کې له هندي شوداګرواو پانګه والو سره د سوداګرۍ د فرصتونو، د کرنې د ودې، بشري پانګونې، د اوبو د مدیریت او د هوایي دهلېز د انکشاف په اړه بحث او خبرې وکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ په برخه کې د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس هلې ځلې وستایلې او د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو او زیربنایي پروژو فرصتونه یې د سیمې د ثبات او انکشاف لپاره ګټور وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته