کابل باختر د تلي دولسمه :
په لوګر کې د اوبو د يو بند د جوړولو کار پيل شو .
د لوګر ولايت د بره کي برک په ولسوالۍ کې د اوبو ديوه بند په جوړيدو سره يو زرو دوه سوه کورنيو ته د خپلو ځمکو د خړوبولو زمينه برابره شوه.
د لوګر ولايت دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رييس انجنير محمد دين مومند باختر اژانس ته وويل داوبو دغه بند چې له غير مشروطي بودجې څخه د څلورو مليونو افغانيو په لګښت د برکي برک ولوسوالۍ د هارون خېلو په کلي کې جوړيږي په بشپړيدو سره به يې داوبو په سلو کې له شلو څخه تر پنځه ويشتو پورې د ضايعاتو مخه نيول کېږي.
مومند زياته کړه دهارون خيلو دکلي د اوبو بند چې د درې سوه جريبه ځمکې د خړوبولو زمينه برابروي دبزګرانو داقتصادي کچې په لوړولو کې محوري رول لوبوي او کرنيز حاصلات هم لوړوي .
يوه اړونده خبرځاى وويل د دغه بند له اوبو څخه يوزرو دوه سوه کورنۍ ګټه اخلي چې دسيمې اوسيدونکي به دهغه په تطبيق اوساتنه کې په بشپړه توګه همکار واوسي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل