امنیت

په روزګان کې ديولړچاودنو مخنيوي

کابل باختر د غبرګولې  اتلسمه :
په روزګان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
پوځيانو دوه تنه وسله وال طالبان دماين ښخولو په وخت کې په ډزو سره ووژل .
دغه ماين ښخوونکي نن سهار کله يې چې غوښتل ددغه جنوبي ولايت دمرکز ترينکوټ ښار په يوه سړک کې ماين ښخ کړي دپوځيانو د ډزو له امله ووژل شول
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپوځيانو په دغو ډزو کې دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه ماين ښخوونکي غړي وووژل شول .
ده وويل طالبانوغوښتل چې ددغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته مرګاني پيښه رامنځته کړي خوبريالي نه شول .
په يوبل خبر کې  ويل شوي دي چې څلور تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې دپوځيانو په بريد کې ووژل شول .
   په دغو طالبانو نن سهار دروزګان ولايت دچارچينو په ولسوالۍ کې  کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو دپوځيانوله خوا ډزې وشوې او ووژل شول
ديوبل خبرله مخې، دروزګان ولايت ددهراود په ولسوالۍ او دترينکوټ ښار په مربوطاتو کې  دوسله و الو طالبانو دډلې دجنګي وسايلو دوه ډيپوګانې کشف شوې .
دروګان ولايت يو امنيتي مقام وايي چې په دغو ډيپو ګانوکې دماينونو او چاوديدونکو توکو په ګډون په لسګونه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
  ختم_ عطاالله- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته