سیاستخبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او کلتور وزارت معين د ملګرو ملتونو د (UNFPA) له رئيس سره وکتل

کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد نن په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د (UNFPA) له رئيس کوابينا اسانتي سره وکتل.
د ځوانانو چارو معین په دغه کتنه کې اسانتي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د افغان ځوانانو د اقتصادي ‏پياوړتيا پر وړاندې د ننګونو په اړه مفصلې خبرې وکړې او هغه کاري فرصتونه يې په ګوته کړل، چې په استفادې سره به يې د ځوانانو اقتصاد وغوړېږي او ستونزې به يې حل شي.
راشد په ځانګړي ډول د فريلانسينګ ملي پروګرام يادونه وکړه، چې په ۷ زونونو کې به ترسره شي.
په ورته وخت کې د (UNFPA) رئیس کوابینا اسانتي په ياده کتنه کې خوښي څرګنده کړه، چې ‏د افغان ځوانانو د کار، اقتصاد او مسلکي روزنې په برخه کې د ځوانانو چارو معینیت ګټور پرواګرامونه په نظر کې لري.
هېره دې نه وي، چې نوموړي له خپله اړخه د ځوانانو د کار موندنې او اقتصادي پياوړتيا له پاره د تخنيکي او مالي همکاريو د رامنځ ته کولو په برخه کی ډاډ څرګند کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته