امنیت

يوه څلور کسيزه ډار اچوونکې شبکه په بغلان کې ونيول شوه

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٤
د تروريستانو يوه څلور کسيزه شبکه په بغلان ولايت کې ونيول شوه.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي چې د دغې ادارې موظفينو په مرکزي بغلان کې د عملياتو په بهير کې د تروريستانو يوه څلورکسيزه شبکه نيولې ده.
نيول شوي کسان د مرکزي بغلان د ولسوالۍ د ملاخيلو د کلي اوسيدونکي دي چې د بغلان ولايت په مربوطاتوکې په تروريستي او ورانکارو بريدونو، د ماينونو په ښخولو او د شبنامو په خپرولو بوخت وو.
دوى د نيولو په وخت کې دوه کلاشنکوفونه، پنځه له ځانه جوړ شوي بوشکه يي ماينونه، درې کيلوګرامه چاوديدونکي توکي، د ماين د چولو وسايل، تبليغاتي پاڼې او د طالبانو دتروريستي ډلې شبنامې له ځان سره لرلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته