امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په هلمندکې ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي  اوومه :
اووه تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې دځانګړو پوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو پرون ناوخته په ناد علي ولسوالۍ کې  بريد وشو .
دهلمند د والي وياندعمر ځواک باخترآژانس ته وويل چې په دغو ځانګړو عملياتو کې اووه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول . 
ده وويل: دغه وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو چې د پوځيانو له خوا پرې بريد وشو .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: پوځيان د دغوعملياتو په بهيرکې د نادعلي ولسوالۍ  په ګڼ ميشتو لارو کې د اتو ماينونو په کشف او شنډولو  بريالي شوي دي . 
د هلمند د والي وياند وايي چې په دغو ځانګړوعلمياتو کې د سيمې اوسيدونکو  او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته